د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د خیبر پښتونخوا له سوات سیمې څخه یوې ځایي جهادي ډلې د دغه غورځنګ له مشر سره بیعت کړی.

د خبرپاڼې له مخې، د حاجي ګل، مفتي الیاس او ابرار په نومونو د یادې ډلې مهمو غړو او نورو وسله‌والو د پاکستاني طالبانو د اصولو او لوایحو د منلو ژمنه کړې ده.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ تر دې وړاندې د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د مقاومت د پیاوړتیا لپاره نورو وسله‌والو ډلو ته د یوځای کېدو بلنه ورکړې وه.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم له خیبر پښتونخوا او د پاکستان له بېلابېلو سیمو ګڼې وسله‌والې ډلې له خپلو زرګونه جنګیالیو سره له پاکستاني غورځنګ سره یوځای شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version