ځايي سرچینې وایي، د پاکستان پوځي رژیم د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې یو وار بیا پر عامو خلکو ډرون برید کړی.
سرچینې زیاتوي، چې دې برید کې د کمکیو ماشومانو او نجونو په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه ټپیان شوي دي.
ویل شوي، د ټولو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د ویلو ده، چې تر دې دوه ورځې وړاندې یاد رژیم جنوبي وزیرستان کې هم پر عامو خلکو ډرون بریدونه کړي، چې له امله یې تر ۲۰ ډېر کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.
