د کنړ ځایي مسئولینو ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم نن (پنجشنبه) د دغه ولایت ناړۍ ولسوالۍ اړوند دوکلام باغچې سیمه کې د روغتیایي کارکوونکو پر یوه لېږدوونکي موټر برید کړی.
د مسئولینو په خبره، یاد موټر تر برید وروسته سیند ته غورځېدلی، چې له امله یې یوه ښځینه روغتیاپاله شهیده، بله ټپي او پنځه تنه لادرکه شوي دي.
د پاکستان پوځي رژیم له لوري دا برید داسې مهال کېږي، چې تېره شپه د سعودي، ترکیې او قطر په منځګړیتوب د دواړو لوریو ترمنځ اوربند اعلان شو.
