پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله شپږ تنه مړه، ۲۰ نور ټپيان او ۶۵ تنه لادرکه شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، دغه اورلګېدنه پرون د «ګل پلازا» په نوم له ګڼې‌ګوڼې ډک یوه سوداګریز مرکز کې رامنځته شوه چې ۲۴ ساعته یې دوام وکړ.

د راپور له مخې د اور د ډېر شدت له امله د ودانۍ یو برخه لوېدلې او د ژغورنې هڅې یې ستونزمنې کړې وې.

یاد سوداګریز مرکز چې شاوخوا ۱۲ سوه هټۍ پکې وې نږدې ټولې يې سوځېدلې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version