د پرځول شوي جمهوريت پر مهال د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي، بريتانيا کې یې د پناه غوښتنه رد شوه او اوس مهال د «ډورسیټ بورنموت» سيمې د کډوالو په یوه هوټل کې ژوند کوي.

ډيلې‌ مېل ورځپاڼې د نوموړي له قوله په يوه راپور کې ویلي، چې د فيروز د پناه غوښتنه ځکه رد شوې، چې هغه په بریتانیا کې د افغان وګړو د مېشتېدو پروګرام له تړل کېدو وروسته د پناه غوښتنه کړې وه.

فيروزالدين فيروز زياته کړې «په کومو هوټلونو کې چې موږ اوسېږو د دې هوټلونو مخې ته هره اوونۍ د کډوالو ضد لاریونونه کېږي، لاریون کوونکي د شیطان خطاب راته کوي او له بريتانيا مې شړل غواړي.»

د پرځول شوي جمهوريت دا وزير همدا راز وايي، چې بريتانيا د دیموکراسۍ ملاتړ کوي او په خبره یې دی باور لري، چې د ده پناه غوښتنه به ومنل شي او بېرته به ونه شړل شي.

ياده دې وي، چې واک ته د افغان حکومت له رسېدو راوروسته د پرځول شوي جمهوريت ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي په هېواد دننه له ډاډمن امن او خونديتوب سره سره بهرنيو هېوادونو ته وتښتېدل او اوس هلته د فيروزالدين فیروز په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version