د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، د پنجشېر ـ تخار سړک د رغولو چارې د بشپړېدو په درشل کې دي او تر اوسه یې ۲۴ کیلومتره برخه بشپړه شوې.
لټون زیاته کړې، دغه سړک ۲۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري او د جوړولو لګښت یې ۴۵۰ میلیونه افغانۍ دی.
د هغه په وینا، که هوا مناسبه وي، د سړک پاتې برخې د رغولو چارې به هم ډېر ژر بشپړې شي.


