د دفاع وزارت وايي، تېره ورځ د پکتیکا ولایت په انګور اډه کې پاکستاني نظامیانو د ډرون الوتکو په وسیله پر کمیسارۍ او نږدې امنیتي تأسیساتو څلور بریدونه کړي دي.
د دغه وزارت په وینا، د افغان حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو په غبرګون کې د پاکستاني نظامیانو نږدې قرارګاه او پوستې په نښه کړې، چې له امله یې یو شمېر پاکستاني عسکر وژل شوي، ټپیان دي او تأسیساتو ته یې هم زیان اوښتی دی.
دفاع وزارت زیاتوي، چې په دې پېښه کې افغان لوري ته ځاني زیان نه دی اوښتی او افغان ځواکونو د خپلې خاورې او ځان د دفاع په موخه ځوابي بریدونه کړي دي.


