د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پنجشېر ولایت کې د قومي مخورو، د ښوونځیو او د نورالمدارس مدرسې له یو شمېر استادانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د پنجشېر د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه کوي.
په دې غونډه کې مولوي عبدالکبير يادونه کړې، چې هر افغان کولاى شي د خپلو ستونزو د حل لپاره حکومت ته مراجعه وکړي.
دا له ولسونو سره د اسلامي امارت د نېک چلند یوه بېلګه ده.
د پنجشیر د ښوونځیو او د نورالمدارس مدرسې ښوونکو هم د دغه ولایت له ښوونځیو او مدارسو سره د اسلامي امارت د هر اړخیز ملاتړ ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د پنجشیر ولسونه له اسلامي امارت سره پوره همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت د بیا ځلې رسېدو وروسته ټولو ولایتونو په ځانګړې ډول پنجشیر ته ځانګړې پاملرنه شوې، چې په تیرو درېیو کلونو کې د دولت لخوا په بیلابیلو سکتورونو کې یاد ولایت ته لسګونه لویې او کوچنۍ پروژې وړل او تطبیق شوي دي.