د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، چې افغان حکومت ټولې چارې علماوو، مشايخو او ريښتينې اشخاصو ته سپارلي او د دښمنانو د دسيسو او توطیو سره سره، د پياوړتيا پر لور روان دی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت د اسلامي هېوادونو په منځ کې يو مثالي نظام دی؛ چې د افغانانو د بې درېغه قربانيو په پايله کې د مشرتابه تر رهبرۍ لاندې رامنځته شوی او د مسلمانانو د عزت او برم د بيا راژوندي کېدو سبب ګرځېدلی دی.

نوموړي دغه څرګندونې پنجشېر کې د دوه محرابه جوماتونو د پرانیستې مراسمو کې کړي او زياته کړې یې ده، چې د اسلام په زرېن تاريخ کې مسجدونه ځانګړی مقام لري.

هغه ویلي، د اسلام په زرين پېر کې ډېرې مهمې پرېکړې په جوماتونو کې کېدې او له همدې له امله مسلمانان د نړۍ فاتحين وو. په خبره یې، «اوس موږ هماغه زرين تاريخ ته ګرځېدلي يو.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version