د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم د نشه‌یي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاي په یوه پروګرام کې ویلي، چې نشه‌یي توکي له پرځول شوي جمهوریت څخه په میراث ورپاتي، خو د افغان حکومت له لوري دغه پدیده په یاد ولایت کې د پام وړ کمه شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغان حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې دغه ولایت کې د هر ډول نشه‌یي توکو کارونه د پولیس ځواکونو له‌خوا ممنوع اعلان شوې ده.

د پنجشېر والي ویلي، چې پرځول شوي جمهوریت روږدي په خپل حال پريښي وو او د درملنې لپاره یې کوم پروګرام نه درلود؛ خو د افغان حکومت د مشرتابه په حکم روږدي کسان په ځانګړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي او د نشه‌یي توکو پر ضد جدي مبارزه روانه ده.

ورته مهال د پنجشېر امنیه قومندان، قاري احمد الله بدر ویلي، چې پولیس ځواکونو په ۲۲ جلا عملیاتو کې د نشه‌یي توکو ۴۰ قاچاقچیان نیولي او قضایي ارګانونو ته یې تسلیم کړي دي.

له بل لوري د پنجشېر د علماوو شوری غړو د نشه‌یي توکو پر وړاندې د ولایتي ادارې او پولیسو هڅې ستایلي او په دې برخه کې د افغان حکومت د مشرتابه د فرمان هر کلی کړی دی.

دوی ویلي، چې مشرتابه د دې فرمان په صادرولو سره پر خلکو ځانګړې لورینه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version