د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک، خبرداری ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو پلان روسیې ته د اوکراین «جبري تسلیمول» دي او دا د غرب تسلیمېدو په مانا دی.

ورته مهال نوموړي دا هم ویلي، چې اروپا تر بل هر وخت زیاته د کییف په ملاتړ کې متحده شوې.

د معلوماتو له مخې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلینسکي به نن پنجشنبه په کییف کې د دې هیواد لپاره د ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي کیت کلوګ سره وګوري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version