د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې «کتائب القسام» ځواکونه نن د غزې تړانګې په خان يونس سیمه کې د څلورو صهیونیستي بنديانو جسدونه چې د صهیونیستي رژیم د جنګي الوتکو په بریدونو کې وژل شوي، یاد رژیم ته سپاري.
د حماس غورځنګ پوځي څانګې په همدې پار جوړو شویو مراسمو کې صهیونیستي رژیم ته ښکاره پيغام ورکړی چې، که جګړې ته بیا را ګرځي نو برخلیک به یې تر دې بد وي.