د فنلنډ بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د خپل ډیپلوماټیک حضور د بیا تنظیم او په پاکستان کې د سیاسي بدلونونو له امله به اسلام‌اباد کې خپل سفارت د ۲۰۲۶ کال په ترڅ کې وتړي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې الینا والټونېن ویلي، د نړۍ امنیتي او سیاسي وضعیت په چټکۍ بدلېږي او فنلنډ هڅه کوي چې د خپلو بهرنیو اړیکو شبکه د راتلونکو ننګونو لپاره پیاوړې کړي.

د فنلنډ بهرنیو چارو وزارت ویلي، د خپلې نوې ستراتیژۍ په لومړي پړاو کې یې د امریکا هوسټن ښار کې قونسلګري پرانیستې او پلان لري چې په ۲۰۲۶ کال کې په یو شمېر نورو ځایونو کې هم سوداګریز دفترونه پرانیزي.

د فنلنډ بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې پاکستان کې د سفارت د تړلو پرېکړه د یاد هېواد د سیاسي وضعیت بدلون او له فنلنډ سره د محدودو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو له امله شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version