کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت په «ډنډپټان» ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د څه باندې ۴۰ میله بېلابېلو وسلو د قاچاق مخه نیولې ده.

سرچینې زیاتوي، چې په ترلاسه‌ شویو وسلو کې ۳۴ میله توپنګچې، ۴ میله M4 ټوپک، ۴ میله کلاشنکوفونه، یو میل کرینکوف او یو میل M4 ډوله توپنګچه شامل دي.

د یاد وزارت په وینا، دا وسلې له ګاونډي هېواد (پاکستان) څخه د قاچاق په ډول هېواد ته راوړل کېدې چې د پولیسو له خوا نیول شوې دي.

وزارت ویلي، د وسلو قاچاقبر په تېښته بريالی شوی، خو د نیولو په موخه یې د پولیسو هڅې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version