د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د دغې ادارې لوی رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص د «ورلډ ویژن» مؤسسې له سلاکار اروون او مل پلاوي سره کتلي.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د چاپېریالي همکاریو، اقلیمي بدلون او د پایدارو پرمختیایي پروژو د پلي کېدو پر امکاناتو خبرې کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مطیع‌الحق خالص ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، د طبیعي منابعو د ضایع کېدو او د چاپېریال د ککړتیا له کبله جدي هڅو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت او په ځانګړې توګه د چاپېریال ملي اداره د نړیوالو ادارو او مؤسسو د علمي، تخنیکي او مالي همکاریو غوښتونکې ده.

دغه راز دواړو لوریو ژمنه کړې، چې د متقابلو همکاریو د پیاوړتیا لپاره به ګډ تخنیکي ټیمونه جوړ کړي او د مشخصو پروژو د طرحې او پلي کېدو لپاره به د لازم تفاهم په فضا کې کار ته دوام ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version