‏ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر مولوي مطيع الحق خالص او مل پلاوي یې د ۲۰۲۵م کال د ختیځ اقتصادي فورم په نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.

مسکو کې د افغانستان سفارت ویلي، چې دغه غونډه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون د ګڼو هېوادونو د لوړ پوړو سیاسي، اقتصادي او علمي شخصیتونو په شتون کې جوړه شوې وه، چې پکې د پراختیایي همکاریو، پانګونې او سیمه‌یزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.

سرچینې زیاته کړې، چې افغان پلاوي د لوی یوریشیا د ملګرتیا غونډې او د چاپېریال ساتنې ادارې اړوند پروګرامونو او د مسکو دولتي جیوډېزي پوهنتون علمي سیمینارونو کې هم برخه واخیسته او په ترڅ کې يې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الیکسې اویرچوک سره هم ولیدل.

مسکو کې د افغانستان سفارت د افغان پلاوي او د روسیې د مرستیال لومړي وزیر د کتنې جزئیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version