یو نوی چینایي اپلېکېشن چې پر مصنوعي هوش جوړ شوی، د امریکا د ټېکنالوژۍ بازارونه یې ګډوډ کړي دي.

ډیپ‌سیک، چې د چټ‌جي‌پي‌ټي په څېر د متن لیکلو چاره اسانه کوي، په ډېر کم وخت کې په امریکا، چین، اروپا او ګڼو نورو هېوادونو کې میلیونونو کسانو ډاونلوډ کړی او د دوی د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.

له همدې کبله پرون د امریکایي شرکت انوېډیا، چې پرمختللي پروسېسرونه تولیدوي او په مصنوعي هوش کې کارول کېږي، په بازار کې د پنځه سوه میلیارده ډالرو په اندازه ارزښت له لاسه ورکړ.

د دغه نوي چیني اپلېکېشن له کبله په نړیوالو بازارونو کې د ټېکنالوژۍ د ځینو نورو لویو شرکتونو سهامونه هم راښکته شوي دي.

ډیپ‌سیک وايي چې خپل اپلېکېشن یې په خورا کم لګښت سره پیل کړی او له خپلو لویدیځو سیالانو سره د کم پروسس ځواک ته اړتیا لري.

دغه راز د امريکا ولسمشر ټرمپ هم ويلي چې د چين مصنوعي ځيرکتیا «ډيپ‌سيک» د امريکا د ټکنالوژۍ صنعت ته د خطر زنګ دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version