د بي‌بي‌سي د راپور له‌مخې، د چک ولسمشر پیټر پاول د دغه هېواد څلور هغه سرتېري چې د یو افغان سرتېري د وژنې په تړاو تر څار لاندې وو، بښلي.

د راپور له‌مخې، دغو سرتېرو د چک ځانګړو ځواکونو په اډانه کې افغانستان ته استول شوي وو.

د چک ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د قضیې ټول اړخونه یې په دقت څېړلي او «ولسمشر د پېښې د ځانګړي ماهیت او جګړه‌ییز وضعیت له امله دغه پرېکړه کړې.»

د یادونې ده، چې د پرځول شوي جمهوریت پر مهال افغانستان کې د ناټو د غړو هېوادونو ګڼ سرتېري د خپلو افغان متحدینو په وژنو، ځورونو او تري‌تم کولو تورن دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version