د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې له اوکراین سره پر پوله د امنیتي بفر زون د جوړولو پرېکړه شوې او دا مهال روسي ځواکونه د دې پلان پر پلي کولو بوخت دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې په کورسک، بلګراد او براینسک سیمو کې وروستیو پرمختګونو ته په پام د زیانمنو سیمو د بیارغونې لپاره بېړنیو هڅو ته اړتیا ده.