‏د چین او جاپان ترمنځ د ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره، چاپاني چارواکو له امریکا غوښتي، چې د تایوان په قضیه کې یې ښکاره ملاتړ وکړي.

د راپورونو له مخې، د جاپان لومړۍ وزیرې ویلي، که چین پر تایوان برید وکړي، جاپان به پوځي غبرګون وښيي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، چې جاپان دې د دوی په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

چین تایوان د خپلې خاورې نه بېلېدونکې برخه بولي.

‏تر دې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ جاپان ته سپارښتنه کړې وه، چې له چین سره دې تاوتریخوالی نه ډېروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version