راپورونه وایي، تېره ورځ (شنبه) د چین په شانشي ولایت کې د چاودنې له امله اته تنه وژل شوي دي.
د چین دولتي رسنیو د راپورونو له مخې دغه چاودنه په یوه ټیکنالوجیکي څېړنیز شرکت کې رامنځته شوې ده.
چینایي چارواکو د چاودنې د لامل په اړه څه نهدي ویلي؛ خو د پېښې په تړاو یې د څېړنو د دوام خبر ورکړی دی.
