د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل ملي نظامي اکاډمۍ د ۱۷مې دورې په فراغت غونډه کې کړي.

ښاغلي برادر له فارغانو غوښتي چې روحیه او زده کړه د اسلامي او لوړو افغاني ارزښتونو د ساتنې لپاره په عمل کې ثابته او د اسلامي نظام او خاورې له لوېشت لوېشت څخه په کلکه دفاع وکړي.

د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې ښاغلي برادر ویلي، چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې پر سیمه‌ییز او نړیوال مشارکت باور لري او د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هېواد سره تعامل ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت سیاست کاذب نه دی او ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو نهادونو بناء کړې دي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني؛ خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version