د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي، امريکا سره عمان کې له پرونيو مذاکراتو وروسته په تازه څرګندونو کې ويلي، چې هیڅوک حق نه لري ايران ته ووايي، چې کوم ډول وسلې بايد ولري او کوم ډول نه.
عراقچي همدا راز د امريکا په ولسمشر ډونالډ ټرمپ سختې نیوکې کړي او د هغه کړنې یې د ځنګل د قانون کړنې بللې دي.
هغه په نورو هېوادونو کې د امريکا وروستيو لاسوهنو ته په اشارې ويلي:«اوسنۍ نړۍ څنګل ګرځېدلی که کمزوری يې؛ نو د پښو لاندې به شي ځکه د ځنګل همدا قانون دی.»
هغه زياته کړې، چې په اوس وخت کې د ايران لپاره لا ځواکمن کېدل مهم دي او په خبره یې د ځواکمنتيا يو مهم اړخ مقاومت دی.
