د روسیې ټاس خبري اژانس مسکو کې د افغان سفیر، مولوي ګل حسن حسن له قوله ویلي، چې افغانستان غواړي له روسیې تېل او ګاز وپېري.
د معلوماتو له مخې ښاغلي حسن ویلي، که بانکي بندیزونه لرې شي نو افغانستان به وکولی شي چې له روسیې څخه تېل، ګاز، درمل، غٙله، غوړي او ځینې نور توکي وارد کړي.
ټاس د ښاغلي حسن له قوله دا هم لیکلي، چې هڅې روانې دي څو په مسکو کې د افغاني تولیداتو یو نندارتون هم پرانیستل شي.
