Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د ډیورنډ کرښې په اړه د محقق پاکستان پلوه او بې منطقه دریځ
    سیاسي لیکني

    د ډیورنډ کرښې په اړه د محقق پاکستان پلوه او بې منطقه دریځ

    عمران آغاعمران آغا21 اپریل 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په معاصر تاریخ کې ملي هویت او ځمکنۍ بشپړتیا تل هغه سرې کرښې پاتې شوې چې پر سر یې هر ډول معامله د ملت له سخت غبرګون سره مخ شوې ده. د تش په نوم وحدت ګوند د مشر او مقاومت خيالي شورا د غړي محمد محقق وروستۍ څرګندونې چې د ډیورنډ فرضي کرښه یې د رسمي پولې په توګه منلې، د هېواد د ملي ګټو له لیدلوري خطرناک انحراف او له تاریخي حقایقو سره ښکاره جفا ده. دا دریځ، چې د منطقي دلایلو پر ځای پر سیاسي چاپلوسۍ ولاړ دی، د افغان حکومت په مخالفینو کې د پاکستان د نفوذ په اړه د اندېښنې وړ پیغامونه لري.

    محقق ويلي چې د پاکستان ځواک ته په کتو باید افغانان له خپلو تاریخي دعوو تېر شي. دا څرګندونې له نړیوالو حقوقي موازینو سره په ټکر کې دي. په معاصره ډیپلوماسۍ کې د هېوادونو ترمنځ کرښې یا سرحدونه د ځواک د کچې پر بنسټ نه، بلکې د تاریخي اسنادو، حقوقي معاهدو او د ملتونو د ارادې له مخې تعریفېږي. د کرښو په ټاکلو کې د ځواک او زور منل په حقیقت کې د ځنګل قانون ته د مشروعیت ورکول دي، چې له مخې به یې هر پیاوړی هېواد کولی شي د کمزوري ګاونډي جغرافیه اشغال کړي. دا ډول د تسلیمۍ دریځ د یو تش په نوم سیاسي فعال د خپلواک دریځ د بایللو په معنی هم دی.

    له حقوقي پلوه، د یوې خاورې د برخلیک په اړه پرېکړه د هغه چا صلاحیت دی چې د هغې جغرافیې له هویت او مالکیت سره تړلی وي. دلته یو جدي تضاد شتون لري؛ هغې سیاسي کړۍ چې پخپله یې محقق هم برخه دی، کلونه کلونه د «افغان» له ملي هویت څخه انکار کړی او د «زه افغان نه یم» شعار یې د خپل سیاست محور ګرځولی وي، څنګه کولی شي د افغانانو د خاورې او پولو په اړه د پرېکړې حق ولري؟ د ملکیت د اصل له مخې، څوک چې له یو هویت څخه انکار کوي، هغه د هماغه هویت د جغرافیوي حدودو د ټاکلو په اړه د خبرو کولو اخلاقي او قانوني صلاحیت هم نه لري.

    د محقق په څېر مخالفینو له خوا لومړی د پاکستاني پوځ د مشر ستاینه او بیا وروسته د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل، د یوې رڼې سیاسي معاملې او چاپلوسۍ بڼه لري. محقق د خپلې سیاسي انزوا د ماتولو او د سیمې د قدرتونو د پام اړولو لپاره، د هېواد په حساسو مسایلو کې پاکستان پلوه دریځ خپل کړی دی. د مخالفینو دا ډول څرګندونې، د پاکستان د استخباراتي او پوځي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ترسره کېږي.

    د ډیورنډ کرښې موضوع یوه تاریخي، حقوقي او ملي داعیه ده چې حل یې یوازې د افغان ولس په لویه اجماع او مجموعي پرېکړه کې دی. هېڅ فرد، ډله یا ګوند دا حق نه لري چې د خپلو لنډمهاله سیاسي اهدافو او یا پردیو ته د وفادارۍ ثابتولو لپاره، د ټول ملت پر سرنوشت معامله وکړي. د محقق وروستیو څرګندونو وښوده چې مخالفین په څومره کچه له افغانستان سره کرکه لري او د دغه کرکې د پالنې لپاره د افغانستان د دښمنانو لوری نیسي.

    د محمد محقق دا ډول غیرمسؤلانه دریځونه د افغان ملت د ارادې ښکارندوی نه دي او د تاریخ په تله کې هیڅ وزن نه لري. د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د هغو کسانو مسؤلیت دی چې په رښتینې معنی ځانونه د دې خاورې وارثان بولي. هغه کسان چې د پردیو جنرالانو د خوشحالولو لپاره پر خپله خاوره سوداګري کوي، باید پوه شي چې د هغوی دا سیاسي چاپلوسي به هیڅکله د ډیورنډ تاریخي حقیقت بدل نه کړي او یوازې به د هغوی خپله سیاسي کارنامه نوره هم توره کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالههندي کشمیر کې ترافیکې پېښې ۵۶ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې
    راتلونکي مقاله د کابل او تاشکند ترمنځ د نشه‌یي توکو د کنټرول لپاره د ګډ تخنیکي ټیم پر جوړولو هوکړه وشوه

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان او سعودي امنیتي تړون ولې په سرخوږي بدل شو؟

    21 اپریل 2026

    له سعودي سره د پاکستان امنیتي تړون؛ غدر او د ګاونډیانو په وړاندې ناکامه دسیسه

    20 اپریل 2026

    پاکستان خپله داخلي ناکامي د بهانې او فشار په سياست پټوي

    17 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 اپریل 2026

    د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف: اروپایي ټولنه په یواځې ځان د روسیې مقابله نه شي کولی

    د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې اروپایي ټولنه په…

    د کابل او تاشکند ترمنځ د نشه‌یي توکو د کنټرول لپاره د ګډ تخنیکي ټیم پر جوړولو هوکړه وشوه

    21 اپریل 2026

    د ډیورنډ کرښې په اړه د محقق پاکستان پلوه او بې منطقه دریځ

    21 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري مېدوېدېف: اروپایي ټولنه په یواځې ځان د روسیې مقابله نه شي کولی

    21 اپریل 2026

    د کابل او تاشکند ترمنځ د نشه‌یي توکو د کنټرول لپاره د ګډ تخنیکي ټیم پر جوړولو هوکړه وشوه

    21 اپریل 2026

    د ډیورنډ کرښې په اړه د محقق پاکستان پلوه او بې منطقه دریځ

    21 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،144 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،180 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.