‏د ازبکستان د اندیجان ولایت والي شهرت رحمانوف د یوه ۶۰ کسیز سوداګریز پلاوي په ملتیا د هرات له والي شیخ مولانا اسلام‌جار سره کتلي.

د هرات ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د لویو لارو او اوسپنې پټلۍ پراختیا له لارې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا، ‏هرات کې د ازبکستاني تولیداتو لپاره د دایمي نندارتون او د سوداګرۍ خونې پر جوړېدو خبرې شوې دي.

ښاغلي اسلام‌جار په خپلو خبرو کې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا او ګډې پانګونې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې سوداګرو لپاره به لازمي اسانتیاوې برابرې کړي.

له بل لوري ازبکستاني پلاوي هرات کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی.

دغه راز دواړو لورو هوکړه کړې چې د هرات د سوداګرو یو پلاوی به په نږدې راتلونکي کې اندیجان ولایت ته سفر وکړي او هلته به د ګډ نندارتون په جوړولو سره خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version