کره امنيتي سرچينو هندوکش غږ ته ويلي، چې افغان دفاعي ځواکونو تېره شپه د زابل ولايت د سورځنګل سيمې پر امتداد ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني رژيم د پوځ پر تاسيساتو دفاعي بريدونه کړي.
سرچينې وايي، افغان ځواکونو وروسته له هغه پر يادو دفاعي بريدونه لاس پورې کړ، چې پاکستاني لوري پر افغان خاوره د هاوان بريدونه ترسره کړل.
افغان ځواکونو د پاکستاني رژيم پوځ ۶ ټاورونه په ماینونو الوزولي او په بشپړ ډول تخریب شوي دي.
