د روسیې لپاره د افغانستان سفیر او ځانګړي استازي مولوي ګل حسن حسن د دغه هېواد د مرکزي بانک له لومړي مرستیال ولادیمیر چیستیخین سره کتلي.
روسیه کې د افغانستان لوی سفارت لیکلي، چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د بانکي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
ښاغلي حسن د بانکي سکتور د پرمختګ، تخنیکي همکاریو او مسلکي روزنې د پياوړتيا هيله څرګنده کړې او د مستقیمو بانکي اړیکو پر رامنځته کېدو، د پیسو د لېږد بهیر پر اسانتیا او چټکتيا او سوداګرو ته د لازمو اسانتياوو پر برابرولو يې ټینګار کړی دی.
په ورته مهال، روسي لوري د بانکي سیستم د پیاوړتیا او اړوند اسانتیاوو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.


