ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، چې له ۴۰ ورځو تړل کېدو وروسته، د غزې”زیکیم” بندر د بشري مرستو پر مخ بېرته پرانیستل شوی.
نوموړي زیاته کړې، چې د یاد بندر له پرانیستل کېدو سره د نړیوالو بنسټونو مرستې په مستقیم ډول د غزې شمالي برخو ته رسېدلې دي.
دوجاریک دا هم ویلي، چې د ګمرکي پروسو ځنډ، د بارونو د تلاشي لپاره د وسایلو کمښت او د بشري مرستندویو ادارو پر فعالیتونو د صهیونیستې رژیم محدودیتونه غزې ته د مرستو رسولو بهیر ورو کړی دی.
