لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د دې وزارت د وزير مولوي نداء محمد ندیم په ځانګړې لارښوونه د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي‌آباد او پنځو تدریسي روغتونونو د ډاکټرانو او متخصصینو استادانو ۳۰ کسیز پلاوی د کنړ زلزله ځپلو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه دغه ولایت ته روان شو.

سرچينه زياتوي، چې په ياد پلاوي کې د مرکزي پوهنتونونو لسګونه محصلین هم د عاجلو مرستو لپاره سیمې ته ولېږل شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version