Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د کابل ـ جلال‌اباد لویه لاره کې د غر ښوېیدنې له امله ۹ تنو ته مرگ‌ژوبله اوښتې
    افغانستان

    د کابل ـ جلال‌اباد لویه لاره کې د غر ښوېیدنې له امله ۹ تنو ته مرگ‌ژوبله اوښتې

    صابر افغانصابر افغان10 مارچ 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټولگټو چارو وزارت وايي، د کابل ـ جلال‌اباد لویه لاره د ماهیپر په سیمه کې یوه عراده خاور ډوله موټر د اصلي مسیر څخه وتلی و، چې د سړک له پورتنۍ برخې څخه لاندېنۍ برخې ته اوښتی و.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغه موټر د اوښتو له امله لویې او کوچنۍ ډبرې د سړک لاندېنۍ برخې ته ښوېیدلې وې، چې له امله یې یاده لویه لاره پرون مازیگر د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه؛ خو د ټولگټو وزارت له لوري یاده لاره اوس پاکه شوې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، په پرونۍ پېښه کې د یوې ښځې او ماشوم په گډون درې تنه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي وو، چې اوسمهال په روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

    په خبرپاڼه کې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی چې د کابل ـ جلال‌اباد لویه لاره اوس د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.

    کابل ـ جلال‌اباد لویه لاره د هېواد له هغو لویو لارو څخه گڼل کېږي، چې نږدې هره ورځ پرې ترافیکي پېښې کېږي.

    دغه لاره چې ډېره برخه یې په غرونو کې تېره شوې او د گڼه‌گوڼې له ډکو لارو څخه شمېرل کېږي.

    تېره میاشت د ریاست الوزراء اقتصادي معاون ملا عبدالغني برادر ننگرهار ته د خپل رسمي سفر پر مهال ویلي وو، چې ډېر ژر به د کابل ـ جلال‌اباد دویمې لارې کارونه پیل شي.

    مخکینۍ مقالهپه پاکستان کې لا هم سلگونه زره افغان ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي
    راتلونکي مقاله برېښنا شرکت: د نورالجهاد سب سټېشن پروژې په اړه یې له ترکمن چارواکو سره خبرې کړې دي

    مربوطه لیکنې

    د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په تېره اوونۍ کې د مېرمنو ۱۰۲ قضیې حل کړي

    28 اگست 2026

    د افغانستان د اساسي جیولوجیکي نقشو د بشپړولو بهیر پیل شو

    28 اگست 2026

    د مشهد په غونډه کې د احمد مسعود پر رهبرۍ نیوکې؛ د جبهې د مدیریت د بدلون غوښتنې مطرح شوې

    28 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 28 اگست 2026

    رویټرز: جګړې د نړۍ د نفتو بازار له جدي بحران سره مخ کړی؛ ۴۳ سلنه نفت له جګړه ځپلو سیمو راځي

    د رویټرز د راپور له مخې، د نړۍ له ۴۳ سلنې څخه زیات د نفتو…

    د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په تېره اوونۍ کې د مېرمنو ۱۰۲ قضیې حل کړي

    28 اگست 2026

    سي اېن اېن: د ټرمپ او ایران شپږ میاشتني جنګ له منځني ختیځ څخه هاخوا پراخ بحرانونه رامنځته کړي

    28 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    رویټرز: جګړې د نړۍ د نفتو بازار له جدي بحران سره مخ کړی؛ ۴۳ سلنه نفت له جګړه ځپلو سیمو راځي

    28 اگست 2026

    د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په تېره اوونۍ کې د مېرمنو ۱۰۲ قضیې حل کړي

    28 اگست 2026

    سي اېن اېن: د ټرمپ او ایران شپږ میاشتني جنګ له منځني ختیځ څخه هاخوا پراخ بحرانونه رامنځته کړي

    28 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،184 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،131 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،249 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.