د عدلیې وزارت وایي، د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې په الوخېلو کلي کې د ۸۴۱.۲۵۴ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه امارتي ده.
وزارت زیاتوي، چې یادې محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو له ارزونې وروسته مشخصه کړه، چې یاده ځمکه د دولت په نوم ثبت او سروې شوې ده.
د یاد وزارت په وینا، محکمې پرېکړه وکړه، چې یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته دې وسپارل شي.
د عدليې وزارت ویلي، چې د ټول هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په چټکۍ جریان لري.
