سه شنبه / د کب ۱۴ مه د افغان حکومت د رییس الوزراء په مشرۍ د کابینې په ۲۰مه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له لوري د ټرافیکي پېښو د مخنیوي طرحه تایید او د اړوند ارګانونو له لوري یې د تطبیق پرېکړه شوې ده.
په غونډه کې له مالدارو سره د مؤسساتو له لوري د شویو مرستو راپور وړاندې شوی او د اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې په راتلونکي کې دې خپلې چارې د طرز العمل مطابق له اړوند ادارو سره په همغږۍ سرته ورسوي.
د کابینې له لوري د ټرافیکي پېښو مخنیوي طرحه داسې مهال چمتو او تاییدیږي، چې په دې وروستیو کې پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو ډېرښت له امله لسګونه خلکو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
څه موده وړاندې د کابینې په غونډه کې د ترافیکي پېښو د مخنيوي د طرحې د ارزونې په موخه یو شمېر ادارو ته دنده سپارل شوې وه، چې طرحه وارزول شوه او د کابینې په ۲۰مه غونډه کې تایید او له دې وروسته به د پلي کېدو وړ وګرځي.
د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست مسولین وایي، چې د دې طرحې په پلي کېدو سره به د زیات شمېر ترافیکو پیښو مخنیوی وشي.
یو شمېر هېواد وال هم د یادې طرحې د ژر عملي کېدو غوښتنه کوي او وایي، چې ډیری موټرچلوونکي ډېر بې باکه ډریوري کوي، پکار ده چې دغه طرحه ژر عملي شي، څو د زیاتو ترافیکي پېښو مخنیوی وشي.