د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي په خپل دفتر کې په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان له رئیس ټیټي هیباکاري سره کتلي دي.

سرچينه وايي، په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د کاري اړیکو پر پراختیا، د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو او د کارګرانو او کارکوونکو د حقونو د خوندیتوب پر څرنګوالي بحث او خبرې شوي.

د کار چارو معين ويلي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي د همکارو ادارو سره په همغږۍ او د ملي او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د کار په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي، او له کار نړیوال سازمان یې غوښتي چې خپلې همکارۍ د یاد وزارت له اصولو سره سم پراخې کړي.

ورپسې، د کار نړیوال سازمان رئیس د وزارت له فعالیتونو خوښي څرګنده کړې او د کارګرانو د حقوقو د تأمین، مصؤنو کاري شرایطو برابرولو او ټولنیز عدالت په برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version