کابل کې د ايران سفیر، علي رضا بېکدلي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې هېواد به یې ډېر ژر د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

بېکدلي زیاته کړې، چې تهران د ا.ا د رسمیت‌پېژندنې په برخه کې کوم خنډ نه ویني.

کابل کې د ایران سفیر ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې اړیکې لري او په مناسب وخت کې به د دې اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د رسمیت‌پېژندنې پریکړه اعلان کړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د کابل او تهران ترمنځ سرحدي مسایل تر ډېره حل شوي او د سرحدونو د عصري کولو لپاره رغنده خبرې اترې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version