د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کاسا-۱۰۰۰ برښنا پروژه د پنجشېر ولایت په مسیر تېره ورځ (یکشنبه، د وږي ۲۳مه) د پایو په نصب سره پیل شوه.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه پروژه د پنجشېر پریان، حصه اول، رخه، عنابه او بازارک له ولسوالیو تېریږي.

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، چې سیمه‌ ییزه اداره د پروژې د تطبیق په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو ده او د یادې پروژې عملي کېدو په برخه کې هېڅ راز خنډ شتون نه‌لري.

ورته مهال د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف‌الدین لټون ویلي، چې په دغه ولایت کې د یادې پروژې د استملاک چارې بشپړې شوي او د هغو ۳۰۰ کسانو لپاره چې ځمکې یې د برښنا د لین لاندې راغلي او تاواني شوي دي، له ۲۵ څخه تر ۳۰ میلیونه افغانیو پورې مالي جبران ځانګړی شوی او د ورکړې بهیر یې پیل شوی دی.

د یادونې ده، چې د دې پروژې په اوږدو کې ټولټال ۲۷۶ پایې نصبېږي چې ۱۴ یې په شخصي ځمکو او ۲۶۲ یې په دولتي ملکیت کې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version