ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۵ البدر قول اردو ځواکونو د کندهار-سپین بولدک پر عمومي سړک ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي.

د یاد وزارت په وینا، په نیول شویو وسلو او مهماتو کې اېم‌فور وسلې، کلاشینکوفونه، نارنجک، توپنګچه، دوه زره او ۸۶۸ فیره مختلفې مرمۍ، پنځه دربینونه، اووه د اېم‌فور دربینونه، یو دانه مین‌پال، ۳۴ مختلف ډوله شاجورونو، ۷۳۱ عدد د اسلحې مختلفې پرزې شاملې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د یادو وسلو او مهماتو په تړاو دوه کسان نیول شوي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وروسپارل شي.

ملي دفاع وزارت د نیولو شویو کسانو د هویت په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د پرځول شوي جمهوریت عسکر په ورته جرمونو کې ښکېل پېژندل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version