د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په منظم او چټک ډول روانې دي او په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
ښاغلي افغان زیاته کړې، چې د یادې پروژې ۶۳ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۱۲۵ کیلومټره مسیر د پاتې نللیکو د غځولو لپاره چمتو شوی دی.
د نوموړي په وینا، له بهر څخه د پروژې سیمې ته د شاوخوا ۵۱ کیلومټرو په اوږدوالي نللیکې هم رالېږدول شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند زیاته کړې، چې دا مهال په ورځني ډول د یادې پروژې ۵٠۰ متره نللیکه غځول کېږي.
