د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون، چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له‌پسې سرغړونو له کبله فسخه شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وایي، چې د یاد تړون د نقض د مواردو د څېړنې لپاره له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه ګډې کمیټې ټاکل شوې وې او د کمېټو د کار په پایله کې وموندل شوه، چې آفچین شرکت له تړون څخه سرغړونې کړي او د تړون د ژمنو په پلي کېدا کې پاتې راغلی.

نوموړي زیاته کړې، د کانونو او پټرولیم وزارت د دغه تړون او اړوندو اسنادو حقوقي ارزونې، د یادې ساحې تخنیکي ارزونې او له آفچین شرکت سره د مالي حسابونو د تصفیې لپاره نړیوالو تجربه لرونکو مشورتي شرکتونو ته بلنه ورکوي، چې په یاده برخه کې رسماً خپله لېوالتیا (EoI) له وزارت سره شریکه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version