د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړی، چې د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمد الشرع د کردانو له پوځي ډلې (د سوریې ډیموکراټیک پوځ) سره اوربند کړی.

سرچينې ویلي، چې د دواړو خواو ترمنځ تر څو ورځو جګړې وروسته د دغه اوربند له مخې، به کرد ځواکونه اوس د احمد الشرع په مشرۍ د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې راځي.

پر دې سربېره ټاکل شوې چې یاد کرد ځواکونه د سوریې له دیرالزور او رقه ښارونو چې په پراخه کچه نفت، غنم او د اوبو بندونه لري، ووځي.

تر دې وړاندې د سوریې لنډمهالي حکومت اعلان کړی و، چې دغه هېواد کې مېشتو کردانو ته له پوره حقوقو سره د سوریې تابعیت ورکول کیږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version