د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، تېره ورځ (یکشنبه) ۳۷۳کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۴۸ تنه کېږي له بېلا بېلو لارو هېواد ته راستنې شوې.

یاد شمېر کډوال د سپین‌ بولدک، تورخم، بهرامچې، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو راستانه شوي.

یاد کمېسیون ویلي، تېره ورځ ۵۷۰ کورنۍ په خوندي ډول بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او ۴۵۲ کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده.

د یاد کمېسیون د شمېرو له مخې دې موده کې راستنو شویو کډوالو ته ۴۴۲ عده سیمکارتونه، چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version