د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې چین ته د دغه وزارت د تخمونو د تصدیق ورکونې د رییس په مشرۍ د متخصصینو یو پلاوي  د سفر خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه غونډه به د لسو ورځو لپاره د چين په شي ښار کې تر سره شي او د چين د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د چين د لس کلن کرنيز پلان او د چين د کرنې د بدلون او پرمختګ د عواملو په اړه به په کې خبرې اترې وشي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې پروګرام کې به د کرنې برخې د کارګرانو او بزګرانو د ظرفیت لوړولو او د کرنې په برخه کې د چین د ځان بسیاینې د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version