د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر ملا هدایت الله بدري نن یکشنبه د کندز قلعه‌ذال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون لاسلیک کړ.

د معلوماتو له مخې، یاد کان ۵.۹۷ کیلومتره مربع مساحت لري‏، د ۲۰ میلیونه او ۲۴۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره د اذربایجان او قرغیزستان د سفیرانو په شتون کې د سبحان مومند شرکت او د اذربایجان ریف ګروپ شرکت سره د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شو.‏

یادو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه رویالټۍ د ورکړې ترڅنګ به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدمات ولګوي او همدارنګه به په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.‏

په ورته مهال د اذربایجان او قرغزستان سفیرانو ویلي، چې د دوی شرکتونه د افغانستان د کانونو په برخه کې لا زیاتې پانګونې ته لېوالتیا لري.‏

ځواب پریږدئ

Exit mobile version