عربي رسنیو راپور ورکړی، چې پر لبنان د اسرائیلو صهیونیستي رژیم د لبنان په تازه بریدونو کې ۲۴ نور لبنانیانو ژوند له لاسه ورکړی.

ویل شوي، سره له دې چې په لبنان کې اوربند شوی، خو د لبنان په جنوبي سیمو کې د صهیونیستي رژیم هوایي او ځمکنیو بریدونو زور اخیستی دی.

له بلې خوا، حزب الله ویلي چې د یاد رژیم د پرله پسې بریدونو په ځواب کې یې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې پر پوځي اهدافو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

په ورته مهال صهیونیستي رژیم بیا د حزب الله ډلې د تېرې ورځې بریدونو کې د خپلو ۱۵ تنو پوځیانو ټپي کېدل تائید کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version