د کندهار د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست وايي څلور تنه مسکلي کوډ ګر یې وروسته له هغې نيولي چې ځايي خلکو د يادو کوډګرو په اړه ورته شکايت کړی وو، ياد رياست زياتوي چې نيول شويو کوډګرو د کورنيو تر منځ د اختلافاتو او نورو شومو‌ کارونو لپاره کوډې او جادو کولې.

د کندهار د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رياست رييس مفتي کريم الله فقير وايي چې کوډې او جادو په اسلام کې ناروا دي او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې د اسلام خلاف عمل ترسره کړي.

د ښاغلي فقير په خبره ډېر شمېر کوډګر له دين ناخبره په نشه يي توکو روږدي کسان وي، چې له شرکي تعويذونو او توکو په ګټې اخيستنې خلک تېرباسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version