د هرات ښاروالۍ مسئولینو ویلي، چې تېر کال د هرات ښار په بېلابېلو ناحیو کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۸۰ پراختیایي پروژې تطبیق شوې دي.
د دوی په وینا، په دغو پروژو کې د ځمکې لاندې سړکونه، هوایي پلونه، د سړکونو جوړول، کانالونه او د سړکونو قیرریزي شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې واک ته د ا.ا له بیا رارسېدو وروسته د هېواد په لویو او وړو ښارونو کې د بنسټیزو انکشافي پروژو د تطبیق لړۍ پیل شوې، چې لا هم دوام لري.
