شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسئولینو ویلي، چې په دې وروستیو کې د سپین بولدک له لارې هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر ډېر شوی دی.رسنیو د دغه ریاست د ثبت مسؤول عبداللطیف حکیمي له قوله لیکلي، چې پخوا به له دې لارې د ورځې لسګونه کورنۍ راستنېدې، خو اوس دا شمېر له سلو کورنیو اوښتی، چې دوه برابره زیاتوالی ښيي.ورته مهال د هرات ځایي چارواکي وایي، د ایران صهیونیستي رژیم تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې او په تېرو دوه ورځو کې شاوخوا ۶۰زره افغانان له دغه هېواده اېستل شوي دي.
د ناروې کډوالو شورا منشي وايي کابل کې د په نښه شوي ملکي روغتون ويجاړ حالت یې له نږدې لیدلی17 مارچ 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ: کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون د برید عاملین باید محاکمه شي16 مارچ 2026