د کندهار ولایت مقام رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت والي ملا محمد شیرین آخند د دغه ولایت د اداري مجلس په نوبتي غونډه کې پر دې ټینګار کړی، چې د دولتي ادارو مسوولین دې د مراجعینو کارونه تر رسمي وخت وروسته هم تر هغه ترسره کړي، چې مراجعین موجود وي او د نن کار دې سبا ته نه پرېږدي.
د کندهار والي مسوولینو ته ویلي، چې د خلکو خدمت د الله تعالی له لوري د ورکړل شوي مسوولیت مهمه برخه ده او باید د خلکو چارې په ښه توګه ترسره کړي.
نوموړي د ادارو له مسوولینو غوښتي، چې په کمېټو او کمېسیونونو کې باوري او امین کسان وګوماري. هغه همدارنګه لارښوونه کړې، چې د ادارو د کارکوونکو سیرت او صورت دې له نبوي سنتو سره برابر وي.


