په دوحه کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد سفارت سفیر محمد سهیل شاهین په قطر کې د تانزانیا سفیر حبیبو اویسي محمد سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو استازولیو د پرانیستلو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله شوې ده.


