د کندهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، د کندهار په ۱۸ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې نوي سایټونه فعالوي.

د یاد ریاست مسوولین وايي، اوس‌مهال د یادو سایټونو د رغونې چارې روانې دي او ډېر ژر به یې کارونه بشپړ شي.

د مسوولینو په خبره، د دغو سایټونو په فعالیت سره به ۱۸ ولسوالۍ په بشپړ ډول د سلام مخابراتي شبکې تر پوښښ لاندې راشي.:«د مخابراتو ریاست او اترا امریت د مسوولینو سره په گډه هره ورځ د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د تېلیفوني غږونو او انټرنېټ د کیفیت په موخه ازموینې کېږي، چې وروسته دغه بهیر په سپین‌بولدک، میوند او پنجوايي ولسوالیو ته هم غځوي.»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت په راتگ سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې سلگونه مخابراتي سایټونه فعال شوي او گڼو خلکو ته د موبایل او انټرنېټ خدمتونو لړۍ غځول شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version